IQNA

طبي سرچینو د افغانستان د روغتیا او درملنې د نظام ددړې وړې کیداپه باب خبرداری ورکړ

19:18 - October 01, 2021
د خبر لمبر: 3484719
 تهران(ایکنا) –د افغانستان طبي سرچینو پرون وویل د نړیوالو مرستو د نه رسیدا په بڼه کښې  به په دغه هیواد کښې د درملنې او د روغتیا د نظام د پاشل کیدا ټلې وکړنګیږي .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قو له راپور راکړ  په کابل ښار کښې د اندراګاندي په نوم د ماشومانو د تخصصی  روغتون حالت په دې ډول چې حتی په یوه کټ کښې دوه یا درې ماشومان بستري کړې شوي دي .

په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د افغانستان د روغتیا او د طب له برخې سره د نړیوالو مرستو د غوڅیدا نتیجې اوس د ښکاره کیدا په حال کښې دي .

د ناروغه کسانو کورنۍ چې اکثره یې د افغانستان بې وزله او  کم عایده پرګنې ګڼل کیږي د خپلو مریضانو لپاره د درملو د برابرولو توان نلري یعني پیسې ورسره نشته .

د کابل ښار د اندرا ګاندي د روغتون د مشر ډاکټر یوسفزي له وینا دغه نتیجه اخیستلی شو چې په افغانستان کښې د درملنې مرکزونه د چټي کیدا په حال کښې دي .

نړیوالو موسسو هم ویلي دي که چیرې نړیواله ټولنه د افغانستان د روغتیا او د درملنې له برخې سره مرسته ونکړي دوه زره او درې سوه (۲۳۰۰) طبي مرکزونه به  چې د دغه هیواد د طبي مرکزونو نوي (۹۰) فیصده جوړوي په راتلونکو میاشتو کښې چټي شي .

د روغتیا نړیوالې موسسې ډبلیو ایچ او (who) هم په تیرې پنجشنبې ورځ د افغانستان د روغتیا برخې د پاشل کیدا په هکله خبرداری ورکړی او ویې ویل دغه برخه د روان میلادي کال تر پاې پورې د سل (۱۰۰) میلیونو ډالرو ترلاسه کولو ته ضرورت لري .

د افغانستان د روغتیا برخې د مالي تامین د پیسو د ځنډولو لپاره د نړیوال بانک فیصلې د دغه برخې په قدرت باندې منفي اغیز اچولی دی .

په دغو شرایطو کښې امریکا هم د خپل هیواد په بانکونو کښې د افغانستان شتمنۍ او د سرو زرو ذخاییر کنګل کړي دي چې دغه چارې د افغانستان د خلکو په اقتصادي حالت او تجارتي فعالیتونو اغیز شیندلی دی .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i106338

captcha