
ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قو له راپور راکړ د سپاه پآسدارانو د مځکنی ځواک قوماندان سردار پاکپور د سرحدی سیمو او پولو د امنیت د دوام او دایمی څارنې اهمیت او ضرورت ته په اشارې سره وویل د بیلا بیلو مانورو ترسره کول د ملی امنیت پیاوړی کونکی دی .
د سپاه د مځکنی ځواک قوماندان زیاته کړه د ایران د اسلامی جمهوریت او د ملګرو او ګاونډیو هیوادونو د پولو امنیت له یوه بل سره تړلی موضوع ده او دا موضوع د ایران لپاره ډیر اهمیت لری .
له بلې خوا د ایران د پوځ د مځکنی ځواک قوماندان امیر کیومرث حیدری هم ویلی دی د صیهونیسټانو فعالیتونه په بشپړه څارو .
ده نن د ایران په شمال لویدیځ کې د فاتحان خیبر د مانورې له پیل سره په یووخت وویل د ایران اسلامی جمهوریت او ایران په وروستیو دو پیړیو کې هیڅکله تیری ګر نه وو او د ګاونډیانو په خاورې یې د طعمې سترګې ندي درلودلی او یوازې له ځانه یې دفاع کړی ده .
ښاغلی حیدری زیاته کړه په دغه سیمه کې یو نا بلل شوې او د امنیت ګډوډونکې عنصر لرو چی له بل ځایه راغلی دی او هغه ناروا صیهونیسټ رژیم دې او له هغه وخته چی دغه رژیم راغلې دط دغې پولې حساسیت زیات شوی دې او دلته د هغو فعالیتونه په بشپړه توګه څارل کیږی .