
ایکناخبری آژانس د آناتولي له قوله راپور راکړ،د فلسطین د مقاومت غورنګ حماس،اسلامی جهاد،د مقاومت ډلې،ولسی مقاومت،ولسی مبارزې کمیټې ، د پتمنو ډلو پشمول د مجاهدینو ټولومقاومتي ډلو په یوې ګډې اعلامیې کې بحرین ته دصهیونیسټي رژيم د خارجه وزیر یائير لاپيډ سفر او دبحرین په خاورې ددغه جنایتکار رژیم دسفارت پرانیسته، له اسلام ، عربي قومیّت او د فلسطین او بحرین له ولسونو سر خیانت وباله .
په دغې ګډې الامیې کې راغلي دي ،د عربو هیوادونو په پلازمینوکې د صهیونیسټي سفارتونو د پرانیستې ګستاخ اقدام ، د عربو ملتونو له هغو غوښتنو سره چې دفلسطین دآزادۍ او له صهیونیسټي نیواکګرۍد نجات لیوال دي ، په توپیر کې دی .
د فلسطین مبارزو ډلو په دغې اعلامیې کې روښانه کړې ده دغه شان اقدامات د عربوصهیونیسټانو له خوا، له دوي د ملتونو دلازیاتې ناامیدۍ، سپکاوي او کرکې لامل شوی او نیواکګر رژیم به ددې جوګه نه وي چې د دوي د تاج او پاچائئ ساتنه وکړي ، او د صهیونیسټانو د سفارتونو پرانیسته، یوازې له دغو هیوادونو د جاسوسۍ لپاره د یوه مرکز جوړول دي .
https://iqna.ir/fa/news/4001614