
ایکنا خبري آژآنس د عربو ۲۱چینل له قوله راپور راکړ ،په بیلجیم کې مسلمانانو (په اسلامی طریقې سره) د حیواناتو او مرغانو د حلالې ذ بحې په منع کولو کې ددغه هیواد د چاروکو په فیصلې پسې ددغه هیواد ځائی اورګان ته شکایت وکړ .
د بیلجیم د مسلمانانو ټولنو د جمعې په ورځې په دې اړه د اپیل فیډرل محکمې ته ددغه هیواد د اساسی قانون د محکمې په فیصلې د بیا کتنې اپیل وکړ.
ددغو ټولنو په ګډې اعلامیې کې راغلي دي ،د بیلجیم د مسلمانانو اجرائي دفتر او د بیلجیم د اسلامی اورګانونو غږملونکي شورا،د بیلجیم د ترټولو لوړې قضائي محکمې له خوا د ددغه ممنوعیت په تصویبیدا پسې فیصله وکړه،د فرانسې په سټراسبرګ ښار کې د اروپا د بشري حقوقو عدالت ته په دغې فیصلې باندې د بیا کتنې اپیل وکړي .
ددغې اعلامیې په اساس ،د اسلامی ذبحې اوسنی ټکنیکونه، د بریښنا د بې حسه کونې په ځای د حیواناتو د ذبحه کونې لپاره دي او په بشپړ ډول د عمومي روغتیائي له پروټوکولونو سره سم دي .