IQNA

په اسلامی او عربی هیوادونو کې د هندي شیانو د بایکاټولو دکمپين هرکلی شوی

22:27 - October 03, 2021
د خبر لمبر: 3484731
تهران (ایکنا) -دهندوستان په آسام صوبې کې د مسلمانانو په ضد د هندي پولیسو د تاؤتریخوالو په زیاتیدا پسې په اسلامی او عربی هیوادونو کې دسوشل میډیا کارونکو فعالانو، دهندي شیانو دبایکاټولو کمپین په اوڅاره توګه زیات شوی دی

ایکناخبری آژآنس د پرس ټي وي له قوله راپور راکړ ، دهندوستان په شمال ختیځ کې په آسام صوبې کې د هندي پولیسو او امنیتی مامورانو په لاس له خپلو کورونو د زرګونو مسلمانانو په تاؤتریخجن ډول له ویستلو وروسته ، د څو مسلمانو هیوادونو ځوانانو دهندي محصولاتو د بایکاټولو لپاره په سوشل میډیا کې کمپلین پیل کړ چې په اسلامی او عربی هیوادونو کې ئې تود هرکلی شوی دی . هندي پولیسو ددغې صوبې داوسیدونکو مسلمانانو پر کورونو په حملو سره دوي ته حکم ورکړی، هغه کسان چې هستوګنه ئې غیر قانوني اعلان شوي ، باید له دغې سیمې ووځي . په دغه حکومتي جنایت پسې ډیرو مسلمانو ځوانانو په سوشل میډیا کې د هندي شیانو دبایکاټولو په نسبت کمپین پیل کړ چې دغې چارې تر ډیره حده هرکلی شوی او وئیل شوي باید د هندي حکومت او پولیسو په ضد د اسلامی هیوادونو سخت اعتراض او محکومیّت هم رابرسیره شي په سوشل میډیا کې د #boycottIndiaProducts په نامې سره هشتګ د کویت د پارلیمان یوه شیعه استازي له خوا ټرینډ شو چې تر دې دمه ئې په عربو او اسلامی هیوادونو کې ګرم هرکلی شوی دی .
https://iqna.ir/fa/news/4001943

captcha