
ایکنا خبری آژانس د ټي آر ټي له قوله راپور راکړ ،دسویډ یوکارټونیسټ لارس ویلکس چې د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په شان کې ګستاخ کارټونونه خپره کړي وو،د سویډ هیواد په یوې سیمې کې په یوې ټرافیکي پيښې کې سره دخپلو دوو ساتونکو پولیس مامورانو سره یو ځاي وژل شوی دی.
د سیمه ایزو پولیسو ویندوي زیاته کړې ده ،دغې ټرافیکي پيښې په باب هم د نورو ټرافیکي پيښو په څیر پلټنې روانې دي او لکه څنګه دوه پولیسی ماموران هم په دغې پيښې کې وژل شوي دي ،دغه دوسیه لوئې څارنوالۍ ته سپارل شوې ده .
دغه پيښه دمارکاریډ ښارګي سره نزدې شوي ده، په داسې حال کې د ویلکس ګاډی روان ؤ ا و له یوې سترې ټرالۍ سره چې مخامخ روان ؤ وجنګید. د پولیسو په وینا په هردواړو ګاډو کې په ټکر پسې اور ولګید او د دوي مړي په اوور کې لوو لپه وسوځیدل. دا هم وئيل شوي چې د ټریلې ډرائيور په روغتون کې بستري دی . پولیسو ددغې پيښې علت تر دې دمه نه دی اعلان کړی .
د سیمې د پولیسو مشر کارینا پرسن له دغې پيښې وروسته ووئيل هغه کس چې مونږ ئې ساتنه کوله او دوه ماموران چې په دغې نه اټکل کیدونکي پييښې کې وژل شوي مونږئې هیڅکله د مړینې تصّور نه کاوه .
دا په داسې حال کې دي چې درسول الله بزګوار په شان کې ګستاخي کونکي پردغه کارټونیسټ په کرتو حملې شوي خو بچ پاتې شوی او په ۲۰۱۰کال کې ئې د دغه ګستاخ دکور دسوخولوهڅه هم شوي چې له دې وروسته دسویډ پولیسو په دمامورانو په حفاظت کې ګرځولو ،خوبلاخره هم ټرافیکي پیښه ددغه ګستاخ کارټونیسټ دمرګ سبب شوه
https://iqna.ir/fa/news/4002203/