
ایکنا خبری آژانس د سپوټنیک له قوله راپورراکړ په افغانستان کې د طالبانو ویاند او دکلتورد وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد نن په یولړ څرګندونو کې وئيل د داعشیانو په ضد ئې نن سهار وختي پاکونکي عملیات پیل کړي دي چی په دغو لومړنیو عملیاتو کې ئې په کابل کې د داعشیانو یو پټنځای تباه کړی او یوشمیر داعشیان چې په دغه پټنځای کې موجود ووهلاک شوي دي .
پرون مازدیګر د افغانستاند کابل د عیدګاه جومات په وړاندې په داسې حال کې زوروره چاودنه شوي او په لسګونو کسانو ته ئې مرګ ژوبله واړوله چې په دغه جومات کې د طالبانو د ویندوي ذبیح الله مجاهد د مور دختم دستورې روانې وې .
البته دطالبانو ویندوي دا نه ده مشخصه کړې چې دکابل د چاودنې په دلیل ئې د داعشیانو په ضد د عملیاتو فیصله کړې او که له دې مخکې ددغې ډلې مشرانو په دې اړه فیصله کړې وه.