IQNA

له صهیونیسټانوسره د آل خلیفه رژيم سازبازد اسلام اواسلامی امت په حق کې خیانت دی

21:23 - October 04, 2021
د خبر لمبر: 3484737
تهران (ایکنا) -د بحرین یوه مبارز روحاني آيت الله شیخ عیسی قاسم ټینګار کړی،اسلامی امت به له جنایتکارو صهیونیسټانو  سره د آل خلیفه رژيم سازباز چې له اسلام، اسلامی امت اود فلسطین له آئيډیاؤ سره ستر خیانت دی ،هیڅکله هم هیر نه کړي .

ایکناخبری آژانس  راپور راکړ، د بحرین د ولسی انقلاب معنوي رهبر  آیت الله شیخ عیسی قاسم په خپل یوه ټولنیز پیغام کې  له تیریګر او جنایتکار صهیونیسټي رژيم سره دآل خلیفه رژيم  رابطه ،داسلام دپاک دین  او اسلامی امت په حق کې ستر خیانت بللی او وئيلي ئې دي ، دآل خلیفه رژيم او ځينو نورو عربو واکوالانو له خوا د فلسطین دمظلوم ملت او دالاقصی جومات له غاصبانو سره داړیکو عادي کول به اسلامی امت هیڅکله هم هیر نه کړي او دغه خرڅ شوي او غولیدلي واکوالان به ډير زر داسلامی امت دغوسې اوکرکې په نتیجې کې دده ستر جنایت بیّه ورکړي  اود خپلوملتونو په وړاندې به په ګونډو شي .شیخ عیسی قاسم روښانه کړې ، بحرین ته به د جنایتکار او وحشي رژيم د خارجه وزیر لاپيډ سفر به په تاریخ کې ثبت شي  او له تیریګر رژيم سره  د اړیکو عادي کولو په بحرین کې د ملت او حاکمیّت تر مینځ فاصله ډیره زیاته کړې ده .

https://iqna.ir/fa/news/4002459/

captcha