IQNA

  په الاقصی جومات کې فلسطینیو میرمنو قرآني کړۍ جوړې کړې

15:37 - October 05, 2021
د خبر لمبر: 3484739
تهران(ایکنا) په الاقصی  جومات کې قبةالصخره مصلی  د میرمنو مصلا یا عیدګاهبلل کیږي ،هغه ځاي چې   درستې پيغلې  او زیات عمره میرمنې  پکې غونډيږي او دقرآن تلاؤت کوي.

ایکناخبري آژانس راپور راکړ د فلسطین  له شماله ترجنوب پورې ، له غرونو رانیولې تر دښتو اوسواحلو پورې ،فلسطینۍ میرمنې  الاقصی جومات په لور خوځيږي   څو هلته لمونځ قایم کړي ، قرآن تلاؤت وکړي او په هغه ځاي کې په علمي کړیو کې  ګډون و کړي .

فلسطینۍ میرمنې عموما په قبةالصخره مصلی کې  دکړیو په شکل کې سره غونډيږي  او قرآن تلاؤت کوي یا دیني غونډې جوړوي .

قبةالصخره  یعني د صخره ګنبسۍ  په الاقصی جومات  داخل کې یوه اته کونجه ودانۍ  ده  چې طلائي ګنبسۍ لري . دغه ګنبسۍ ددغه درست انګڼ ګنبسۍ   حسابیږي  او یو ترټولو پخوانی اسلامی  ځانګړی اثر  دی .

  په دغه ځاي  ئې د نومولو علت ، په داخل کې هغه کاڼی  یا صخره  ده چې  له هغه ځايه د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) آسمان ته عروج کړی.. قبةالصخره  اوس په الاقصی جومات کې د میرمنو مصلی  ده .

هغه میرمنې  چې له غزې ورځي ، د ایریز له سترې لارې خانونه قدس ته رسوي ، خو  له لویدیځي غاړې  هم میرمنې باید د صهیونیسټ رژيم له پُستو باید تیرې شي څو الاقصی جومات ته ورسیږي  او  دا ټول په داسې شراطو کې دي ، چې  دصهونیسټ رژيم  نیواکګر پوځیانو د  الاقصی جومات دروازې تړلي نه وي  او هلته  دفلسطینیانو د ورتلو اجازت ورکړي .

د طلائي ګنبسۍ لاندې د هرې سیمې  چې پيغلې مینځ عمره ماشومې او بوډا فلسطینیو میرمنوپشمول دټولو سره یو ځاي ناسته پاسته او  بلدتیا  او له یوه بل سره  مینې اوګروهنې په صحنو کې د فلسطینیانو  انسجام  له ورایه ښکاره وي  .

https://iqna.ir/fa/news/4001920

 

captcha