ایکناخبری آژانس راپور راکړد نړۍ د شیعیانو نن د زیارت ورځ د ۱۴۴۳ قمری کال د صفرې ۳۰ چی د ۲۰۲۱ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې سره برابره ده ، د حضرت امام رضا علیه سلام د شهادت غمجنه ورځ ده .
د اسلامی ایران درست خلک هرکال د امام رضا علیه سلام د شهادت په شپه او ورځ په امام باړو ، جوماتونو ، په مشهد کې د هغه حضرت په سپیڅلی حرم او په قم سپیڅلی ښار کې د حضرت بی بی معصومه س په حرم کې د ویر او ماتم دستورې جوړوي .
حضرت امام رضا علیه سلام په ۱۴۸ هجری قمری کال کې په مدینه منوره کې دنیا ته سترګې رڼې کړې او د ۲۰۳ قمری کال د صفرې په وروستۍ ورځ شهید کړې شو .
د حضرت امام رضا علیه سلام د ژوند او امامت پړاو اهلبیت اطهارو ته د خلکو د ګروهنې اوج او د اهل بیتو اطهارو د ولسی مرکزونو پراختیا پړاو وو .
https://khorasan.iqna.ir/fa/news/4002738-