IQNA

16:37 - October 08, 2021
د خبر لمبر: 3484760
تهران (ایکنا) -د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل ایران او عربستان په ځینو زمینو کښې موافقو ته رسیدلي دي او مونږ د دغو خبرو هرکلی کوو .

 ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  نن په بیروت کې په یولړ څرګندونو کې په دې خبرې سره چې د تهران او د ریاض خبرې په سمه لاره کښې حرکت کوي وویل ایران او سعودي عربستان په ځینو موردونو کښې موافقو ته رسیدلي دي .

هغه نن له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د سعودي عربستان او د ایران د خبرو په هکله وویل د دواړو هیوادونو خبرې په سمه لاره کښې روانې دي او مونږ ډیرو خبرو ته ضرورت لرو

 د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل ایران او عربستان په ځینو زمینو کښې موافقو ته رسیدلي دي او مونږ د دغو خبرو هرکلی کوو .

هغه وویل له سعودي عربستان سره د ایران خبرې د سیمې په ګټه دي او دغه رغنده خبرې دي او ایران او عربستان دوه (۲)مهمه هیوادونه دي او د سیمې د امنیت په تثبیتولو کښې اهمیت لرونکی رول لري .

هغه اټومي خبرو ته په اشارې سره ټینګار وکړ مونږ به خپل وخت په خبرو سره ضایع نکړو او که چیرې امریکا اټومي موافقې ته د ستنیدا لپاره جدي وي مونږ په دغه مسلې باندې حساب خلاصولی شو .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i106622

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: