IQNA

د  افغانستان د کندوز د جومات د غمیزې ټپیانو ته د اهل تسنن ځوانانو وینه ورکړه

17:39 - October 09, 2021
د خبر لمبر: 3484765
تهران (ایکنا) -د افغانستان زيات شمېر سني ځوانانو روغتونونو او شفاء خانو ته په ورتګ سره د قندوز د ترهه ګريزې حملې زخميانو ته وينه ډالۍ کړه.

ایکنا خبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د افغانستان  خبری رسندویو وئيلي دي ، ددغه هیواد د قندوز د سيد آباد جومات  دجمعې لمانځه  پر اداکونکو د تکفیری داعش د یوه وحشي د ځان وژونکې  حملې د شهيدانو او زخميانو د خپلوانو په نقل سره  وئيلي دي ،د قندوز ولايت سنيانو د  شيعه ؤ تر څنګه له هغوي سره د خواخوږۍ په څرګندولو او روغتونونو ته د زخميانو په وړلو سره هغوي ته وينه هم اهداء کړه.

د قندوز د جنايت  ځپل شويو کورنيو وويل چې د دغه ولايت د روغتونونو او شفاء خانو مخې ته دومره زيات سني وروڼه غونډ شوي وو چې ددغو روغتيائي مرکزونو مديران ورته ورغلل او غونډ شويو کسانو ته يې اطمينان ورکړ چې وينې ته د زخميانو د ضرورت په صورت کښې به هغوي ته اطلاع ورکړي.

دغو کورنيو واضحه کړه چې د اسلام دښمنان د اسلامي مذهبونوترمېنځ د تفرقې اچولو کوشش کوي، خو پکار  دے پوه شي چې هيڅکله به په دې کښې کامياب نه شي.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i106660

captcha