IQNA

   په تیونس کې  دقرآڼ د حافظانو ښار بنی خداش په زړه پورې عکسونه

16:41 - October 10, 2021
د خبر لمبر: 3484770
تهران (ایکنا) –د تیونس په بنی خداش ښار کې د قرآن حفظ یوازې  له سړیو سره مخصوص نه دي،بلکې په دغه ښار کې د قرآن کریم د میرمنو حافظانو شمیر  هم  دوه سوه پنځوسو تنو ته رسیدلی چې په هغو کې لس تنه په همداوروستیو کې د سیمې دقرآني جمیعت په څارنې  سره فارغ التحصیلې شوي دي .

 ایکنا خبری اژانس د الجزیره له قوله راپو ر راکړ ،  بنی خداش ښار ته په ورتلو سره چې  د تیونس  دجنوب ختیځ د غرونو په لوړو  مې واقع دی  او  د آرام په یوه آرامه ښار مشهور دی ،  د قرآن قراءتونه  د انسان توجه جلبوي  او  هرڅومره چې د  بنی خداش  جمعیّت  مرکز ته ورنزدې کیږې ، نو دغه غږ لا لوړ آوریدل کیږي ، یوه داسې ټولنه چې  د خداي د کتاب په سلګونو  حافظان ئې  تر دې دمه تربیّت کړي دي .  

بنی خداش دقرآن دحافظانو  په ښار  هم مشهور دی  او تر دې دمه  د میرمنو ،سړیو ، او ماشومانو پشمول کابو پنځه سوه  حافظان   فارغ التحصیل شوي دي  اوددې سیمې  څه دپاسه  څلور سوه د جماعت امامان ئې هم  دتیونس په مختلفو ولایتونو کې په دندو بوخت دي .

 https://iqna.ir/fa/news/4003596/

captcha