IQNA

طالبان به ډير زر په افغانستان کې ټول شموله حکومت جوړ کړي  

20:47 - October 10, 2021
د خبر لمبر: 3484771
تهران (ایکنا) -سهیل شاهین  زیاته کړې ،د افغانستان قومي لږکي  او میرمنې به د طالبانو په ټولشموله حکومت کې شتون ولري .

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ملګرو ملتو لپاره د طالبانو ډلې د موقته حکومت وړاندیزي استازي سهیل شاهین  پرون ناوخته ووئیل،دغه ډله په افغانستان کې د ټولشموله  حکومت جوړیدا ته تیاره ده ،خو انتصابی  او منصوب شوی حکومت هیڅکله هم نه مني .

سهیل شاهین  زیاته کړې ،د افغانستان قومي لږکي  او میرمنې به د طالبانو په ټولشموله حکومت کې شتون ولري .

 ملګروملتو ته دطالبانو ډلې د موقته حکومت وړاندیزي نماینده  روښانه کړې ده ، نړیواله ټولنه باید  د افغانستان د ولس  غوښتنو ته د احترام په سترګه وویني .

 طالبانو ډلې  په افغانستان کې دخپل موقتي حکومت  دکابینې غړي معرفي کړي چې درست غړي ئې دهمدغې ډلې  مسئولان او مشران دي  چې دغې چارې داخلی او نړیوالې  نیوکې راوالاړې کړي دي چې  په دې پسې طالبانو بیا توضیح ورکړې چې دغه موقته حکومت دی او ډير زر به ټولشموله حکومت جوړ کړي ، چې  ددرستو قومونو اولږکیو او ښځو استازي به پکې شتون ولري .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i106690

captcha