IQNA

پوهنتون  باید د حکومت د فکر کوټه او په ټولنې کې د بدلون په مرکز بدل شي

16:55 - October 11, 2021
د خبر لمبر: 3484775
پوهنتون  باید د حکومت د فکر کوټه او په ټولنې کې د بدلون په مرکز بدل شي
( ایکنا)پوهنتونونه او پوهنتونوال باید  په چورلیزي موضوع سره   د هیواد اړتیاوې وپيژني  او  له مشکلاتو څخه د وتلو لپاره  لارې چارې ولټوي .

 

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ  ،  د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي  نن د  هیواد دپوهنتونونو ، څیړنیزو  او ټيکنالوجیکي مرکزونو د ۱۴۰۰- ۱۴۰۱ لمریز تعلیمي  کال د  رسمي پرانیستنې په دستورو کې  په دې هیله مندۍ سره چې    پوهنتونونه ،  له اوڅاره علمي بریالیتوبونو ډک او  بدلون  رامینځةکونکی کال ولرل شي ، ووئیل د دوهم ګام د برلاسه سند  چورلیز ، علمی پرمختګ  دی او ایران  له ډيرو لوړو پوهنتوني توانمنیو څخه په برخمنیدا سره ، دنړۍ په علمي ډګر کې  یو مهم ځائيګی  درلودلی شي.

 د اسلامی ایران ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره چې  په هیواد کې  بدلون ته اړتیا لرو او دا بدلون حتما باید  دعلم په اساس وي ، ووئیل ، تهران  پوهنتونونه او پوهنتونوال باید  په چورلیزي موضوع سره   د هیواد اړتیاوې وپيژني  او  له مشکلاتو څخه د وتلو لپاره  لارې چارې ولټوي .

 ډاکټر ابراهیم ریئسي  دې ته په اشارې سره چې  دهیواد دپوهنتونوالو علمی توان   دا هیله  رامینځةکوي ،چې  وتوانیږو،په علمي مرجعیّت کې د ایران تمدني ځائيګی  لا لوړ کړو ،ووئیل،قدرت یوازې د توغندي جوړول نه دي ، که څه هم  په دغه ډګر کې پرمختګ هم د  ویاړمن دی ،خو باید په نورو عملی او ټیکنالوجیکي  ډګرونو کې  هم پرمختګ وکړو ، څو هیواد  په مختلفو  اړخونو کې  قدرتمند شي .

 داسلامی ایران ولسمشر روښانه کړې ده ،دسمندر له لارې اقتصاد،د ټوریزم  اقتصاد،  انټرنیټی  اقتصاد  او ډيجیټلي اقتصاد،هغه ډګرونه دي،چې ډير کارندوالی لري او نن سبا ځیني  ګاونډی هیوادونه،د ایران د تیلي عایداتو په اندازه،له ډیجیټلي  او انټرنیټي فضا له ډګره  عایدات ترلاسه کوي .

https://iqna.ir/fa/news/4003973/ 

captcha