IQNA

د ایران او پاکستان د ملګرتیاؤ پیاوړتیا د سیمې په ګټه ده

21:33 - October 11, 2021
د خبر لمبر: 3484778
تهران (ایکنا) -  د ایران او پاکستان ترمینځ  پياوړی پیوند ټینګ دی او د دواړو هیوادونو ملتونه  به  ګډو دښمنانو ته د دسیسې اجازت ورنکړي ، روښانه کړه .

ایکنا خبري آژانس د پارس ټوډې له قوله  راپور راکړ ،د اسلامی ایران او پاکستان د پارلیماني دوستۍ  ډلې مشر احمد امیر آبادي فراهاني  نن په  یولړ خبرو کې  ووئیل ،  د ایران او پاکستان  د ارتباطاتو  لازیاته پیاوړتیا  ددرستې سیمې په ګټه ده ،  په سیمې کې د تاؤتریخوالی او تفرقې  درامینځةکولو لپاره د  جنایتکار صهیونیسټي رژيم  دهڅې په شمول  په سیمې  کې د سولې د دښمنانو هڅې ته په پام سره ، مونږ  ددو ګاونډیانو په همفکرۍ ،له نزدو پارلیماني او د یوه بل په سیاسی  تعاملاتوسره  ددغو دسیسو او تفرقو  مخه نیولی شو . 

 امیر آبادي فراهاني  دې ته په  اشارې سره چې تهران د ایران او پاکستان ترمینځ  پياوړی پیوند ټینګ دی او د دواړو هیوادونو ملتونه  به  ګډو دښمنانو ته د دسیسې اجازت ورنکړي ، روښانه کړه ،  د دواړو هیوادونو دتعاملاتو پیاوړتیا ، د ایران  او پاکستان  د سیاسی ، اقتصاډي ،تجارتي او سرحدي  مناسباتو د پراختیا  سبب کیږي . 

 د ایران او پآکستان د پارلیماني دوستۍ ډلې مشر  ددې خبرې په کولو سره چې  پاکستان ته په سفر کې  د افغانستان د حالاتو په شمول  دسیمې بدلونونه  تعقیبیږي ، ووئیل ،  د ایران او پاکستان د پارلیمانونو اوحکومتونو  ترمینّځ  ارتباطات ، لامل شوي ، څو  دافغانستان په بحث کې  همفکري او د نظر ښه  تبادله وشي .

 د ایران او پاکستان د دوستۍ ډلې مشر او ورسره غړي،نن پاکستان ته په سفر تللي او ټاکل شوې ده،نن د پاکستان د پارلیمان  دبهرنیو اړیکو د کمیشن له مشر او غړو  او دغه راز د  ولسی جرګې له مرستیال مشر او دغه راز له نورو لوړپوړو چارواکو سره هم لیده کاته وکړي .

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i106730    

captcha