IQNA

د ترکیې یو مؤذن پر پوستکي اسلامی هنر نندار ې ته وړاندې کوي

15:19 - October 12, 2021
د خبر لمبر: 3484782
تهران (ایکنا) –د ترکیې یو هنرمند مؤذن په یوه بې بدیله نوښت کې د اسلامی معمارۍ تر ټولو غوره او ښکلي آثار په یوه پوستکي انځوروي .

ایکنا خبری اژانس  د اناتولي له قوله راپور راکړ ،  د ترکیې یو مؤذن ناجی باریشن نیّت لري ،  په متحده ایالاتو او آسټریلیا کې  دخپلو هنري آثارو په یوه نندارتون  جوړلو سره نړیوال شي .

باریشان  په ترکیې کې پر پوستکي یا څرمنې  باندې  تر ټولو غوره اسلامی آثار انځوروي  او د خپل  حرفه پړاؤ په اوږدو کې  دپنځوسو  اسلامی تاریخي  آثارو په  انځورولو کې بریالی شوی دی .

 هغه  له پوهنځي  له فارغ التحصیلۍ وروسته ، د انقرې په ماماک سیمې کې په یوه جومات کې د یوه مؤذن په توګه  دخپل کار ښکلي هنرونه پیل کړي دي . په عین حال کې  دهغه دندې ، له نقاشۍ سره د هغه د دلچسپۍ لپاره  هیڅ  خنډ  نه دي . دغه مؤذن ټينګار کړی دی ، هغه آثار چې په آسټریلیا  کې لیدل شوي  ، هغه  ئې دې ته اړ کړی  څو اسلامی آثار په یوه پوستکي یا څرمنې انځور کړي  او په نندارتونونو کې ئې نندارې ته وړانډې کړي . باریشان دهغو غوره آثارو په باب چې پر پوستکي ئې  انځور کړي دي وائي ، په عراق کې د الملاوي جومات ،د اسپانیا په کوردوبا کې الجعفر ، په افغانستنا کې د هرات جومات او په پاکستان کې ئې هم په وزیرخان جومات کې نقاشي کړې ده .

https://iqna.ir/fa/news/4004220

captcha