IQNA

ایران او پاکستان دوه اړخیزې پوځي ملګرتیاوې لاپراخوي

15:13 - October 13, 2021
د خبر لمبر: 3484788
تهران (ایکنا) -د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري د پاکستان د پوځ له مشرقوماندان  جنرال قمر جاوید باجوا سره  ځیني مهمې اوسټراټژيکې خبرې سپړلي .

ایکنا خبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري پاکستان ته د خپل رسمي سفر په دوهمه ورځ نن ددغه هیواد د پوځ له مشرقوماندان جنرال قمر جاوید باجوا سره کتنه او خبرې کړي دي .

د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري او د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د دوه اړخیزه اړیکو د ترټولو نویو بدلونونو او د افغانستان په شمول د سیمې د بدلونونو په هکله غور وکړ .

د ایران او د پاکستان د پوځ دغو مشرانو په تیرو ګلونو کښې د دوو(۲) ګاونډیو هیوادونو د پوځي ، امنیتي او د سرحدي تعاملاتو د ودې په بهیر باندې د ډاډ په څرګندولو سره د دغو تعاملاتو د زیاتولو په هکله اراده څرګنده کړه .

د ایران د پوځ لوی درستیز باقري  به دغه راز د پاکستان د پوځ د ګډې کمیټۍ له مشر جنرال ندیم رضا سره کتنه او خبرې وکړي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i106824

captcha