
ایکنا خبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري پاکستان ته د خپل رسمي سفر په دوهمه ورځ نن ددغه هیواد د پوځ له مشرقوماندان جنرال قمر جاوید باجوا سره کتنه او خبرې کړي دي .
د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري او د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د دوه اړخیزه اړیکو د ترټولو نویو بدلونونو او د افغانستان په شمول د سیمې د بدلونونو په هکله غور وکړ .
د ایران او د پاکستان د پوځ دغو مشرانو په تیرو ګلونو کښې د دوو(۲) ګاونډیو هیوادونو د پوځي ، امنیتي او د سرحدي تعاملاتو د ودې په بهیر باندې د ډاډ په څرګندولو سره د دغو تعاملاتو د زیاتولو په هکله اراده څرګنده کړه .
د ایران د پوځ لوی درستیز باقري به دغه راز د پاکستان د پوځ د ګډې کمیټۍ له مشر جنرال ندیم رضا سره کتنه او خبرې وکړي .