IQNA

د فارس خلیج عرب هیوادونه دې له ایران سره ارتباط ټینګ کړي

20:08 - October 13, 2021
د خبر لمبر: 3484791
تهران (ایکنا) -د قطر د بهرنیوچارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني وویل له ایران سره اټومي موافقې ته بیرته ورستنیدل د ټولو په ګټه ده او د فارس خلیج د ملګرتیا د شورا هیوادونه باید له هر ډول لاسوهنې پرته له ایران سره اړیکې ټینګې کړي .

ایکنا خبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړد قطر د باندنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وویل دوحه د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ د هر ډول مثبت حرکت هرکلی کوي .

هغه وویل د ابراهام په نوم سره  له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو موافقه د قطر له سیاستونو سره سمون نه خوری ځکه چې د نیواکګرۍ د ختمولو لپاره هیڅ لرلید نه وړاندې کوي .

بحرین او متحده عربي اماراتود دوه زره شلم میلادي کال د سپتمبر په پینځلسمه نیټه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکم سره په رسمي ډول په سپینې ماڼۍ کښې له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو موافقه لاسلیک کړه چې د اسلامي دنیا ستر اعتراض یې رامینځته کړ 

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i106830

captcha