IQNA

د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران کابل ته ورځي

16:32 - October 14, 2021
د خبر لمبر: 3484796
تهران (ایکنا) - د اسلامي هیوادونو په هغو خارجه  وزیرانو کې، چې ډېر احتمال شته کابل ته لاړ شي د ترکیې د باندنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره رتنو مرسودي شامل دي.

 ایکنا خبری آژانس  د پارس ټوډې له وقله راپور راکړ ، ګارډین ورځپاڼې پخپل یوه وروستي راپور  کې لیکلي دي ، د اسلامي هیوادونو په هغو وزیرانو کې، چې ډېر احتمال لري ،  کابل ته لاړ شي د ترکیې د باندنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره رتنو مرسودي شامل دي.

 د ترکې خارجه وزیر ښاغلي  چاووش اوغلو  د انډونیشیا له خارجه وزیر ې   اغلې مرسودي سره په یوه ګډ کنفرانس کې وویل «مونږ د افغانستان وضعیت له نژدې تعقیبوو. مونږ په راتلونکي وخت کې د اسلامي هیوادونو له یو شمېر نورو بهرنیو چارووزیرانو سره کابل ته ور ځو.

د افغانستان په اړه د جي شل  ډلې په سرمشریزه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان د بشري بحران او پراخ بنسټه حکومت ته د طالبانو د هڅولو په اړه د جي شل هیوادونو له لوري د یوې دایمي کاري ډلې د جوړېدو وړاندیز  هم کړی .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i106858

captcha