IQNA

15:59 - October 17, 2021
د خبر لمبر: 3484813

په مسجدالحرام او مسجد البني کې  اجتماعي فاصلې ته له پامه پرته دجماعت مونځ قایم شو

تهران (ایکنا) – په دنیا کې  د کرونائي  منحوس ویروس له خوریدا او د میلیونونو کسانو له قرباني کیدا پسې  او  د ټولنیز واټن  له رعایتولو پرته نن سهار په مسجد الحرام او مسجید النبی کې  دسهار لمونځ  په جماعت سره ترسره شو .

په مسجدالحرام او مسجد البني کې  اجتماعي فاصلې ته له پامه پرته دجماعت مونځ قایم شو

 

 

ایکنا خبری آژانس  دالعربیه له قوله راپور راکړو مسجد الحرام او مسجد النبي حرمیّنو په عربستان کې له کرونائي بحران خوریدا وروسته نن سهار د لومړي ځل لپاره په جمې سره لمونځ قایم کړ او  زیاتو خلکو  دغه لمونځ ادا کړ .

 په عربی چینلونو او رسندویو کې خپرې شوي ویډیوګانې ښئ چې  دمسجد النبی او مسجد الحرام د جمې امامان  د لومړي ځل لپاره  د جماعت صفونه برابر کړي او دلمونځ ګزارو ترمینځ هیڅ ډول اجتماعي فاصله نه وه رعایت کړائ شوي . 

په عربستان کې  په عمومی ځایونو کې د ماسک د  اچولو  او د اجتماعي فاصلې  د رعایتولو د لغوه کیدا پشمول  دکرونائي محدودیَتونو کمیدا  له ننه اجرائي شوي ده .

په همدې اساس په حرمینّ شریفیّن کې  له ننه یعني د  تلې د میاشتې له پنځه ویشتمه، د حاجیانو اوعمره کونکو  د منلو لپاره  له خپل بشپړ ظرفیّته  استفاده کوي . په مکې مکرمې کې د نن سهار د جمې لمانځه په مناسبت یو ویډیوئي کلیب هم ستاسو خدمت ته وړاندیې کیږي .


 

 https://iqna.ir/fa/news/4005727

captcha