IQNA

د قم د علمیه حوزې دینی طلبه ؤ دافغان مظلوم ولس په ملاتړکې غونډه جوړه کړه

16:10 - October 17, 2021
د خبر لمبر: 3484814
تهران (ایکنا) - د افغانستان د ولس په دفاع کې د قم د عملیه حوزې د استادانو او طلبه ؤ  غونډه د علمیه حوزو د مشر علی رضا اعراقی ، د رهبرۍ د خبرګانو شورا د ریسه پلاوی غړی سید احمد خاتمی او د زرګونو  داخلی او بهرنیو طلباو په شتون سره په فیضیه مدرسه کې ترسره شوه .

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د قم د علمیه حوزې طلباو په افغانستان کې د وروستیو ترهه ګرو پيښو په غندلو او د  افغان ولس په دفاع کې  په فیضیه مدرسه کې غونډه جوړه کړه او په دغه هیواد کې یې د ټولو مذهبونو او قومونو د امنیت د تامینولو په ضرورت ټینګار وکړ .

د افغانستان د ولس په دفاع کې د قم د عملیه حوزې د استادانو او طلباو غونډه د علمیه حوزو د مشر علی رضا اعراقی ، د رهبرۍ د خبرګانو شورا د ریسه پلاوی غړی سید احمد خاتمی اویوشمیر داخلی او بهرنیو طلباو په شتون سره په فیضیه مدرسه کې ترسره شوه .

د قم د عملیه حوزې طلباو په لاسونو کې د پلې کارډونو په درلودلو سره په کندوز او کندهار کې د شیعیانو په جوماتونو کې د ترهه ګرو اقداماتو د سختو غندلو په ترڅ کې د دغه هیواد له مظلومو او بی دفاع خلکو په ملاتړ ټینګار وکړ او پر افغان موقته حکومت ئې غږ وکړ ،ددغه هیواد د رست ولس  دامنیت ساتل د افغانستان د واکوالانو قانونی ، شرعي او انساني دنده ده باید  جنایتکارو ته په سختې سزا ورکولو سره دې  ددغه ډول جنایتونو دتکراریدا مخه ونیول شي .  

د دغې غونډې په پاې کې یوه افغانستانی طلبه په دغه هیواد کې د وروستیو ترهه ګرو پیښو په غندلو کې یو پریکړه لیک قرایت کړ .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i106992

captcha