IQNA

په پاکستان کې سیکهانو دلومړي ځل لپاره دپیغمبر اکرم د زوکړې جشن ولمانځۀ

16:15 - October 19, 2021
د خبر لمبر: 3484827
تهران (ایکنا) – په پاکستان کې اوسیدونکو سیکهانو  د لومړي ځل لپاره  ددغه هیواد په پنجاب صوبې کې پخپل عبادتځای ( ګوردواره) کې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دنیکمرغه زوکړې جشن ترسره کړ.

ایکنا خبری اژانس د ګلوبل ویلیج سپيس له قوله راپور راکړ ، د  په پاکستان کې اوسیدونکو دسیکهانو ټولنې  ، د لومړي ځل لپاره د د پنجاب صوبې په جنم بو ګوردوارې کې  عبدمیلادالنبی  جشن ولمانځه .

 په دغو دستورو کې  زیات شمیر مسلمانانو او همداراز سیکهانو ګډون وکړ . دغه دستورې د پنجاب صوبې د سیکهانو د ټولنې د مشر  ګوپال سنګ چولا او د  منهاج القرآن  موسیسې  له خوا ترسره شو .ددغو ګډو دستورو  موخه  په پاکستان کې د دینونو ترمینځ دګډ ژوند دودول دي .  

 ګوپال سنګ چولا په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل ، ګوردواره  نه یوازې د سیکهانو دعبادت لپاره  یو ځاي دی ، بلکې  په ټولو دینونو   داعتقاد لرونکو لپاره  یو عبادت ځاي دی . دغه  جشن  د مسلمانو ګډون کونکو لپاره د سیکهانو دټولنې له خوا  برابر شوی  او  د  پیغمبر اکرم د نیکمرغه زوکړې  په مناسبت دعمومی جشن یوه برخه ده چې  د پاکستان دحکومت له خوا ترسره کیږي .

 دپاکستان لومړی وزیر عمران خان  له دې مخکې وئيلي  وو ، چې حکومت  سږکال د  عیدمیلادالنبی  په ډیر دینی جوش او ولولې سره لمانځي  او د تاریخ تر ټولو سترې دستورې   ددغې ورځې په مناسبت ترسره کیږي .

https://iqna.ir/fa/news/4006117

captcha