ایکنا خبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، ملګروملتو نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره په پوځي کودتا پسې ، د سوډان د لومړي وزیر پشمول د سوډان د درستوسیاسی اوغیر پوځي مشرانو نیول کیدا د نه منلو وړ بللې او د درستو نیول شوو کسانو د سملاسي خوشي کیدا غوښتنه ئې کړې .
په سوډان کې د ملګروملتو نمانیدګۍ هم ددغې کودتا په غبرګون کې وئیلي دي ، مونږ له امنیتی ځواکه غواړو ،سملاسی دې هغه کسان چې په غیر قانوني توګه نیول شوي ، یا په کور کې بندیان شوي دي خوشي کړي .
ددغه راپور په اساس ، د بخښنې نړیوالې ادارې هم وئیلي دي ، د سوډان ملت قدرت ډيموکراټيک منتقلونې څخه دملاتړ لپاره واټونو ته وځي .
داپه داسې حال کې دي چې د سوډان اطلاع رسونې وزارت په یوې اعلامیې کې خبرداری ورکړی ، چې دغه افریقائي هیواد له یوې بشپړ پوځي کودتا سره مخامخ شوی دی .
په همدې لړ کې د سوډان د حاکمیّتي شورا یوه مسئول مقام محمد التعایشي په دغه هیواد کې کودتا یو خیانت بللی او دسوډان خلک ئې سوله ایز مقاومت ته بللي دي . همداراز د امریکا ، بریتانیا ، اروپائی اتحادئې او ځینو نورو هیوادونو هم په سوډان کې په پوځي کودتا غبرګونونه ښودلي او وئیلي ئې دي ، له ډیموکراټيکې لارې غړیدل به د هیوادونو ترینګلتیاوې لاپسې زیاتې کړي او ولسی غبرګونونه په ځان پسې لري .