ایکنا خبری اژانس د دي مسلم۵۰۰ له قوله راپور راکړ،د اسلامی سټرتژيکو مطالعاتوسلطنتی مرکز (المرکز الملکی للبحوث والدراسات الإسلامیة)، داسلامی لیدتوګې په خدمت کې د آل البیت سلطنتی موسیسې سره اړونده یو خپلواکه څیړنیز اورګان دی.دغه مرکز یوه خپلواکه اسلامی اوغیر حکومتي نړیواله موسیسه ده چې مرکز ئې د اردن د هاشمي پاچائۍ په پلازمینې امان کې دی .
دغه موسیسه،له ۲۰۰۹کال راهسې هرکال د اسلامی نړۍ غوره او اغیزشیندونکي پنځه سوه شخصیّتونه معرفي کوي.سږکال حضرت آیت الله العظمی سیدعلی خامنه اي په دریم مقام کې،د عراق ستر دیني مرجع آیت الله سیستاني په نهم ځاي کې او ددغه لیسټ د غوره لسوشخصیتونو برخه دي .
ددغې موسیسې د اساسنامې په اساس،چې په خپلې رسمي ویب پاڼې کې ئې دغه لیسټ خپور کړی دی،ددغه لیست له خپریدا ئې موخه د اسلامی نړۍ د شخصیّتونو لپاره د تازه فرصتونو کشفول دي او هر هغه مسلمانه څيره،چې په هره بڼه پرخپل هیواد،پر اسالمی نړۍ او یا پر بشری نړۍ لازیاتې اغیزې شیندي ،ددغو پنځه سوه کسانو په لیسټ کې به ځاي ومومي .
له ۲۰۰۹کال راهسې ددغې موسیسې له خوا په خپرو شوو تقریبا درستو لیسټونو کې د اسلامی انقلاب معظم لارښود او دمسلمانانو ولی امر دنړۍ د برلاسه غوره شخصیّتونو برخه ؤ .