IQNA

له صهیونیستي رژیم سره د عربستان د اقتصادي اړیکو ټينګیدا ایشوا شوه  

15:36 - October 29, 2021
د خبر لمبر: 3484872
له صهیونیستي رژیم سره د عربستان د اقتصادي اړیکو ټينګیدا ایشوا شوه  
تهران (ایکنا) -د بحرین او امارات په مینځګړیتوب د سوداګریو څو موافقې د اسرائیلو او سعودي عربستان تر مینځ لاسلیک شوي دي        .

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ګلوبز ورځپاڼې په یوه راپور کې  لیکلي دي ، په داسي حال کې چي عربستان د فلسطین د ملاتړ ادعا کوي، د اسرائیلو او سعودي رژیمونو په وروستیو میاشتو کې د ډیپلماټیکو اړیکو د برقرارولو په موخه سلامشورې تر سره کړي.

د دې ورځپاڼې له راپور  سره سم، دواړو لورو مهمو سوداګریزي موافقې هم لاسلیک کړي، د عربستان بازار د اسرائیلي شرکتونو لپاره د اهمیت وړ دی.

دا په داسي حال کې دي چي د یهودیانو د لومړني عبادتځای د جوړېدو چارې هم په ریاض کې رواني دي، دغه ستره ودانۍ به په عربستان کې د یهودیانو مرکز وي.

د دې راپور سره سم، د رواني اونۍ د دوشنبې په ورځ اسرائیلو ته له عربستانه لومړنی الوتنه وشوه چي ورپسې د سې شنبې په ورځ هم د ریاض په هوایي میدان کې د اسرائیل لومړني الوتکه کښیناسته.

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i107518

captcha