IQNA

15:01 - October 30, 2021
د خبر لمبر: 3484876
تهران (ایکنا) - د ایران د خارجه وزارت ویندوی  وویل دا ټول موردونه د تهران په غونډه کې وړاندی شول ځکه داسې کومه فیصله د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو  د اجماع په اساس ده  او ټول هیوادونه باید د یوې موضوع په اړه یوې فیصلې ته ورسيږي . .

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران د خارجه وزارت ویندوی سعید خطیب زاده په یول څرګند ونو کې  په دې اړه چی ایا طالبان د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په دوهمه غونډه کې د ګډون لپاره بلل شوی وو ، وویل طالبانو او د افغانستان نورو ډلو په غونډه کې د ګډون لپاره دلچسپۍ څرګنده کړی وه .

خطیب زاده زیاته کړه پر دې سربیره د تهران په غونډه کې د ګډون لپاره نورې غوښتنې هم  شوی وې ، لکه اروپایی اتحادیه چی د څارونکی په توګه په نوموړی غونډه کې شتون ته لیواله وو .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی همداراز وویل دا ټول موردونه د تهران په غونډه کې وړاندی شول ځکه چی د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو فرمټ د اجماع په اساس دې او ټول هیوادونه باید د یوې موضوع په اړه یوې فیصلې ته ورسي .

خطیب زاده جوته کړه ایران نه یوازې له طالبانو سره بلکې د افغانستان دننه له ټولو بیلا بیلو ډلو سره په ارتباط کې دې .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i107582

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: