
ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ ، واسیلي نبنزیا دخبریالانو په ټول کې ووئیل ، د طالبانو د مشرانو په ضد یواړخیز بندیزونه لیرې کیږي ،خو په زیات احتمال سره به دومره زر دا کار ونشي . د په رسمیّت پيژندنې موضوع هماغه راز پخپل ځاي پاتیکیږي څونړیواله ټولنه ډاډمنه شي چې د طالبانو موقته حکومت د پخپلو ژمنو عمل کوي .
نبنزیا بشري حقوقو په تیره بیا د ماشومانواو میرمنو حقوقو ته د درناوي ،له ترهه ګرو ډلو اودنشه ایزو موادو له قاچاقبرو سره د مبارزې پشمول ، قدرت ته د رسیدا له وخت راهسې د طالبانو ژمنو ته اشاره وکړه . هغه همداراز ووئیل ، افغانستان ته د ثبات بیرته ستنیدا او دده هیواد اقتصادي دړې وړې کیدا مخنیوی اوسنۍ اصلي موضوعګانې دي . او د افغانستان تړل شوي مالی سرچینې باید زرترزره آزادې شي .
په افغانستان کې د طالبانو له ولکې وخت راهسې د امریکا په مرکزی بانک کې او دغه راز په نورو اروپائي بانکونو کې د افغانستان په میلیارډونوډالري شتمنۍ تړل شوي دي .
دا په داسې حال کې دي چې ملګرو ملتو او په دغې نړیوالې موسیسې کې د طالبانو د موقته حکومت له خوا منصوب شوي استازي سهیل شاهین هم پخپلو پیغامونو کې وئيلي دي ، چې د افغانستان د ولس بدوحالاتو ته په پام سره دې دامریکا او اروپا په بانکونو کې د افغانستان تړل شوي شتمنۍ آزادې شي ، څو د افغانستان بداقتصادي وضعیَت ورسره ښه کړائ شي او په دغه هیواد کې دیوه رامینځةکیدونکي انساني ناؤرین مخه ونیول شي .