IQNA

د پاکستان د ملی میراث مرکزله ایران سره دقرآنی ملګرتیاؤلپاره چمتووالی اعلان کړ

15:56 - November 01, 2021
د خبر لمبر: 3484886
تهران (ایکنا) –د پاکستان د ملی میراث(لوک ورثه)د مرکز عمومی مدیر په اسلام اباد کې د ایران د کلتوري خونې له مسئول سره په کتنې کې د له ایران سره د قرآني ملګرتیاؤ په تیره بیا د قرآن د ښونې دکلاسونو په زمینې کېد ملګرتیا لپاره ددغه مرکز یعني لوک ورثه چمتووالی  اعلان کړ.

ایکنا خبری آژانس  راپور راکړ، دد پاکستان په اسلام اباد کې د ایران دکلتوري خونې مسئول احسان خزاعي د پاکستان د ملی میراث (لوک ورثه ) د مرکز له عمومی مدیرطلحه علی کشواهه سره کتنه کړې او د قرآني  او کلتوري مشترکو پروګرامونو په تبیره بیا  له قرآن سره  د اُنس او نعت خوانۍ او د ایران او پاکستان د هنري اوکلتوري ګډ میراث د دودولو او ساتلو لپاره د ملګرتیا ظرفیَتونو په زمینې کې د ملګرتیاؤ د پراختیا په اړه  خبرې اترې وکړ ې.

خزاعي  په خپلو څرګندونو کې ،د ایران  او د کلتوري خونې او د پاکستان د لوک ورثه  ملګرتیاؤ ته اشاره وکړه او وې وئيل ، د ایران او پاکستان ترمینځ په کلتوري برخې کې د ډيرو ملګرتیاؤ زمینې شته دي چې هیله مند یوو ،دپاکستان د ملی میوزیم  په ملګرتیا سره   دغو ملګرتیاؤ ته دوام ورکړئ او عملیاتي ئې کړئ شو .  

 د پاکستان د لوک ورثه د مرکز  عمومی مدیر طلحه کشوهه هم ددې خبرې په کولو سره چې  اسلامی ایران  په قرآني زمینو کې ډيرې ښې تجروبې لري ، روښانه کړه ،تیار یوو د ایران  په ملګرتیا سره  د قرآن کریم د ښونې کلاسونه  اجرا کړو څو  د قرآن  په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره د پاکستان د قاریانو او حافظانو توانمنۍ زیاتې شي .  

https://iqna.ir/fa/news/4009590

captcha