IQNA

د افغانستان شل کلن نیواک له قتل عام او کنډوالوپرته بل هیڅ ګټه نه ده درلودلي

16:50 - November 01, 2021
د خبر لمبر: 3484888
د افغانستان شل کلن نیواک له قتل عام او کنډوالوپرته بل هیڅ ګټه نه ده درلودلي
تهران (ایکنا) -د افغانستان نیواک او په دغه هیواد کې د امریکایانو له ۲۰ کلن شتونه د ورانی، کورني تاوتریخوالو، ناامنی او د نشه ایزو موادو له قاچاق پرته افغان ولس او د سیمي هیوادونو ته بله تحفه پاتي نه شوه.

ایکنا خبرِ آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران په پارلمان کې د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون یوه مسئول فداحسین مالکي د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتود استازی له مرستیال هیدئو ایکبه سره په لیدنه کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت  افغانستان سره د ګډ فرهنګ، مذهب او تاریخ د لرلو د امله د دې هیواد د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو په وړاندې خاص حساسیت لري او تل د افغانستان د سوکالی او د ثبات غوښتونکی پاتی شوی دی.

هغه په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په وړاندې د امریکې د سیاست څخه په نیوکي سره زیاته کړه: اوس د نړیوالو په ذهنیت کې د امریکایي چارواکو او د امریکې اعتبار له مینځه تللی دی.

ملکی وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د یوې داسي ادارې له رامینځ ته کېدو څخه ملاتړ کوي چي په هغه کې ټول قومیتونه او بېلابېل پرګني حضور ولري.

د ایران د اسلامي جمهوریت دغه استازی څرګنده کړه چي تهران هیله لري په افغانستان کې د ثبات، سولي، هوساینې او پرمختګ کتونکی ووسي تر څو له دې هیواد ناامنی نور سیمو ته صادر نه شي او ګاونډیو په تېره بیا ایران ته د کډوالو د ډله ایز مهاجرت مخنیوی وشي.

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازی مرستیال هم وویل چي ایران په تېرو څلورو لسیزو کې له کډوالو ملاتړ کړي او په دې زمینه کې ډېر زیار ګاللی دی.

هغه زیاته کړه چي د افغانستان مخکنی حکومت او وسله وال فوځ په دې خاطر ړنګ شول چي یوازې په امریکې تکیه کړي وه نو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر ناڅاپه خروج وروسته طالبانو ته د افغانستان ورسپارلو پرته بله چاره نه درلودل.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i107648

captcha