
ایکنا خبري آژانس راپور راکړ ، د قرآن کریم یو تکړه او نړیوال قاري محمد حسین سعیدیان د هندوستان په نوي ډیلي کې دقرآن کریم دعمومي سیالیو په دوه ویشتم پړاؤ کې په شتون سره د دغو سیالیو قاضیتوب وکړ .
سعیدیان په دغو سیالیو کې د حفظ په برخې کې معتز آقائي او دقراءت په برخې کې سعیدیان د قرآني چارو د داؤرانو په توګه څارنه وکړه او دغو دواړو نړیوالو قاریانو پر قضاؤت سربیره ، دمسلمانانو په جوماتونو او محفلونو کې برخه واخسته او دغه راز ئې یو لړ پروګرامونه اجرا کړ ل.
د اسلامی ارتباطاتو او فرهنګ د ادارې د اعلان په اساس د قرآني خوشخطۍ په جشنوارې کې د کلام الله مجید تلاؤت ، د میلاد النبی د جشن دستورې ، او د قرآن کریم د عمومی سیالیو پرانیسته او پاي او دغه راز په مختلفو جوماتونو کې په شتون سره د نامتو څيړاندو د ستاینې په دستورو کې ئې هم برخه واخسته . د هندوستان مسلمانانو او دیني چارواکو او مشرانو ددغو پروګرامونو تود هرکلی کړی او د ایران دقاریانو په احترام او ستاینې سره ئې دوي ته یو لړ ډالۍ هم ورکړي دي .