
ایکنا خبری آژانس د دنیا نیوز له قوله راپور راکړ ،د طالبانو د ویندوي مرستیال هم ددغې پيښې په تائيدولو سره وئيلي دي ،دغه دوې چاودنې د سردار داؤد روغتون په داخلي لارې کې شوي او دغه مرګ ژوبله ئې اړولې ده ، همداراز د روغتون دننه او شا وخوا کې هماغه راز ډزې روانې دي ، هغه وائي امنیتي ځواک په دې اړه پلټنونکي عملیات پیل کړ ياو مړي او ټپيان روغتونونو ته وړل شوي دي .
داپه داسې حال کې دي چې خبری سرچینو وئيلي دي ،ممکنه ده د مړو شمیر نوره هم زیات شي د خبر تر مخابیره پورې ددغه جنایت پړه چا په غاړه نه ده اخستې البته باختر خبری آژانس په یوه لنډ شانته خبر کې د کتونکو په وینا وئيلي دي ، چې یو شمیر داعشیان داؤد روغتون په ننوتو کې بریالي شوي او د روغتون د ننه هماغه راز ډزې روانې دي .
په همداوروستیو کې د طالبانو ویندوي ذبیح الله مجاهد وئیلي وو ، چې داعش ډله اوس د دوي او د افغانستان لپاره کوم جدي ګواښ نه دی ، حال دا چې په وروستیو دوو میاشتو کې داعشي تکفیریانو په جوماتونو او عامو ځایونو کې د سلګونو بې ګناه خلکو وینه توي کړ ې ده .
https://dunya.com.pk/index.php/dunya-headline/HeadLineRoznama/626795_1