IQNA

 د روغتیا نړیوالې ادارې افغانستان ته په سلګونو طبي توکی ولیږدول

16:17 - November 02, 2021
د خبر لمبر: 3484892
تهران(ایکنا) – د روغتیا نړیوالې ادارې  په یوې اعلامیې کې وئیلی دي ،د اګست له دیرشمې نیټې راهسې ئې تر دې دمه ئې  افغانستان ته څه دپاسه دوه سوه ډول ډول طبی توکي او تجهیزات لیږدولي دي  

ایکنا خبری آژانس د سپوټنیک له قوله راپور راکړ ،  دغې  ادارې پخپلې ټویټر پانې کې  راپور ورکړی ،  چې دغه طبي تجیهزات افغانستان ته په دولسو الوتونو کې منتقل کړائ شوي دي .

په راپور کې وئيل شوي په دغو مرستو کې هغه درمل او طبي تجهیزات شامل  دي ، چط  دروغتیاد نړیوالې ادارې په وینا ، په افغانستان کې به  د دوه میلیون اوه لکه کسانو لپاره کافي  وي .

ددغې ادارې په اعلامیې کې دغه راز راغلی دي ، په راتلونکو اونیو کې به هم لازیات درمل او طبی تجهیزات  افغانستان  ته ولیږدوي

دغه طبی تجهیزات او درمل په داسې حال کې  افغانستان ته لیږدول کیږي ، چې  د روغتیا نړیوالې ادارې  د افغانستان د روغتیائي نظام د دړې وړې کیدا په اړه خبرداری هم ورکړی او په همدې دلیل ئې  له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده .  

https://iqna.ir/fa/news/4009406

captcha