IQNA

عربستان له لبنان سره د شخړې له لارې غواړي د یمن د جنګ روان حقیقت تحریف کړي   

16:38 - November 02, 2021
د خبر لمبر: 3484894
 تهران (ایکنا) – د یمن دانصار الله غورځنګ یوه مسئول مقام محمد البخیتي په یولړ څرګندونو کې ووئیل ،ډیر زر به د تیري ګرو او د هغوي د لاس پوڅو په لیکو کښې د سره پاشل کیدو یو نوی پړاؤ پیل شي.

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د یمن د انصار ا... غورځنګ د سیاسي دفتر یوه مسئول محمد البخیتي وویل: له لبنان سره د شخړې له جوړولو د ریاض هدف عامه افکارو ته د دې تفکر القاء کول دي چې د یمن خلاف جنګ کښې تراوسه بر دی، خو د یمن د جنګ حقیقت، بل څه دي.

محمد البخیتي المنار چینل ته په مرکه کښې څرګنده کړه: د مارب په شمول په مختلفو محاذونو کښې د تیري ګرو ځواکونو په وړاندې د یمني ځواکونو پرمختګ د تیري ګرو او د هغوي د تالي څټو په تاوان او د یمن په ګټه د قدرت د انډول د بدلیدو لامل شوی دی.

هغه څرګنده کړه چې ډیر زر به د تیري ګرو ځواکونو او د هغوي د لاس پوڅو په لیکو کښې د سره پاشل کیدو یو نوی پړاؤ پیل شي.

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i107694

captcha