IQNA

د میرمنوځانګړي نړیوالې پنځمې قرآني سیالۍ په دوبئ کې ترسره کیږي

16:52 - November 03, 2021
د خبر لمبر: 3484899
تهران (ایکنا) -  د متحده عربی آماراتو  په دوبئ کې دمیرمنو  قرآني ځانګړي سیالۍ به د دوبئ دعلومو او فرهنګ  په هال کې  د نومبر له شملې تر اوه ویشتمې نیټې پورې ترسره شي .

ایکنا  خبري آژانس  د الخلیج له قوله راپور راکړ ،  د دوبئ د قرآن کریم  دنړیوالې جایزې موسیسې  اعلان کړی چې د شیخه فاطمه بنت مبارک سیالیو په نامې سره د میرمنو ځانګړي قرآني پنځمې نړیوالې سیالۍ  به په ولولې او انګیزې سره ترسره شی او دغه راز به لومړیو ګټونکو ته  جایزې هم ورکړل شي .  

 د دوبئ  دواکمن ګوند دانسان دوستۍ  او کلتوري چارو د برخې سلاکار ابراهیم محمد ملحه  چې د دوبۍ د جایزې دسیالیو دترسره کونکي کمیټې مشر هم دی ،  وئیلي دي ، دغه سیالۍ  دد  اماراتو دمور شیخ فاطمه بنت مبارک د شخصیّت دستاینې  او  خداي د کتاب د حافظانو  په ملاتړ او هڅونې  کې د هغه د مخکښ کیدا او مهم رول  او دغهر از د اسلامی نړۍ او ډیرو عربو هیوادونو کې د انسان دوستۍ  او خیر غواړو اقداماتو  په دوام کې  چې د هغې له خوا ئې ملاتړ کیږي ، خاص پام ورته شوی دی .

 دوبۍ ته به د ګډون کونکو کسانو ورتل د نومبر له اولسمه تر نولسم پورې  بشپړ شي  او  د نړیولاو سیالیو  د قضاؤت په زمینې کې هم تجروبه کار او لوړپوړي حافظانو د قاضیانو کمیټې غوره ش وې ده ،  چې په دې باب به دسیالانو  قضاؤ وکړي .   او په پیل کې به د ګډون کونکو د وړتیاؤ  او زده کونې د انداز هم یو لنډ شان امتحان اخلي .   

https://iqna.ir/fa/news/4010066

captcha