
ایکنا خبري آژانس د الخلیج له قوله راپور راکړ ، د دوبئ د قرآن کریم دنړیوالې جایزې موسیسې اعلان کړی چې د شیخه فاطمه بنت مبارک سیالیو په نامې سره د میرمنو ځانګړي قرآني پنځمې نړیوالې سیالۍ به په ولولې او انګیزې سره ترسره شی او دغه راز به لومړیو ګټونکو ته جایزې هم ورکړل شي .
د دوبئ دواکمن ګوند دانسان دوستۍ او کلتوري چارو د برخې سلاکار ابراهیم محمد ملحه چې د دوبۍ د جایزې دسیالیو دترسره کونکي کمیټې مشر هم دی ، وئیلي دي ، دغه سیالۍ دد اماراتو دمور شیخ فاطمه بنت مبارک د شخصیّت دستاینې او خداي د کتاب د حافظانو په ملاتړ او هڅونې کې د هغه د مخکښ کیدا او مهم رول او دغهر از د اسلامی نړۍ او ډیرو عربو هیوادونو کې د انسان دوستۍ او خیر غواړو اقداماتو په دوام کې چې د هغې له خوا ئې ملاتړ کیږي ، خاص پام ورته شوی دی .
دوبۍ ته به د ګډون کونکو کسانو ورتل د نومبر له اولسمه تر نولسم پورې بشپړ شي او د نړیولاو سیالیو د قضاؤت په زمینې کې هم تجروبه کار او لوړپوړي حافظانو د قاضیانو کمیټې غوره ش وې ده ، چې په دې باب به دسیالانو قضاؤ وکړي . او په پیل کې به د ګډون کونکو د وړتیاؤ او زده کونې د انداز هم یو لنډ شان امتحان اخلي .