IQNA

په تیونس کې د نابینایانو لپاره په لومړي ځل بریل قرآن خپور شو

16:55 - November 03, 2021
د خبر لمبر: 3484900
تهران (ایکنا) – د قرآن کریم دیرش سپارې د لومړي ځل لپاره  په تیونس کې د قرآن کریم په قراءت کې د نابینایانو سره  د  مرستې په خاطر  خپور شو .

ایکنا خبری آژآنس دshemsfm، له قوله راپور راکړ د تیونس  ددیني چارو وزارت د نابینا کسانو لپاره د خدای د کلام دتلاؤت د آسانتیا او د قرآن کریم په شان دخدمت لپاره ، کامل قرآن  په بریل خط باندې چاپ او خپور کړی دی .

  دغه وزارت پرون  په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ، په بریل خط د قرآن کریم چاپول  په تیونس کې دلومړي ځل لپاره ترسره شوي دي .

دغه  چاپ د روښانه زړه لرونکو حافظانو له خوا  ئې له ارزونې وروسته  د تیونس د لوړ اسلامی  پارلیمان د مصحفو د کمیټې په مجوز سره  او د ؛ابصار ؛ جمعیّت په وسیله چاپ شوی دی .

 د تیونس ددینی چارو وزیر  هم د قرآن کریم د محافظت ادارې ته اجازت ورکړی دی ، چې دغه مصحف په لومړۍ مرحلې کې ،  ددغه هیواد په درستو جامع جوماتونو کې وویشي.دغه وزارت  په نظر کې لري ، ټول قرآن په بریل خط سره چاپ او  په جوماتونو او درستو نابینایانو کې وویشي .  

https://iqna.ir/fa/news/4010210

captcha