ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د یمن د ولسي کمیټیو ویندوي محمد عبدالسلام په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ ، سعودي ائيتلاف په یمن باندې د خپلو ظالمانه کلابندۍ او وحشي ډوله تیریو د دوام لپاره په ټینګار سره څرګندې تیروتنې کوي . د یمن په ضد د اقداماتو له دوامه دسعودي ائيتلاف هدف دا دی چې درست هیواد د اقتصادي او امنیتی پلوه نابود کړي ، خو دا خدف به ئې پوره نه شي .
المسیره چینل راپور ورکړی ، محمد عبدالسلام ټینګار کړی ،د ټپیانو د وړو راوړو په پلمه په مارب کې د امن د لارو د پرانیستو لپاره د امریکا غوښتنه ، یو محکم سند دی ، چې ښئ واشنګټن په مارب کې په العبدیه سیمې کې له ترهه ګرو عواملو سره په ارتباط کې دی .
د یمن د ولسی کمیټیو ویندوي همداراز روښانه کړې ده ، په مارب کې د تکفیری عناصرو او د سعودي تالی څټو تر ټولو وروستي مرکز ته د یمن د مقاومت د ځواک په نزدیکیدا سره ، امریکایانو په دروغو د سولې چغې پورته کړي او د امن د لارو د پرانیستو غوښتنه کوي .
د امریکا خارجه وزارت په وروستیو ورځو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ، د یمن په مارب کې د امن لارو د پرانیستو غوښتنه کړې او ادعا ئې کړې،ددغه شان غوښتنې موخه،له امن لارو څخه د عامو خلکو او ټپیانو دتیریدا لپاره د زمینې برابرول دي . حال دا چې نوره د تالی څټو او ګوډاګیانو دتښتې لارې بندې شوي او امریکائي اربابان ئې غواړي د دوي د ژغورنې لپاره کومه لاره ولټوي .
https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i107802