IQNA

د امریکا په ځاي انتخاباتو کې مسلمان کاندیدان هم بریالي شوي

23:24 - November 05, 2021
د خبر لمبر: 3484910
تهران (ایکنا)- د امریکا په  ایالتی پارلیمانونو او د ښاروالیو په انتخابتو کې د لومړي ځل لپآره  زیات شمیر مسلمان کاندیدان بریالي شوي دي .

ایکنا خبري آژانس د آناتولی له قوله راپور راکړ ،د امریکا په متحده ایالاتو کې زیات شمیر مسلمان کاندیدان د ایالتي پارلیمانونو او د ښار دشوراګانو په انتخاباتو کې بریالي شوي ، چې دا چاره د امریکا د  انتخاباتو په تاریخ کې بې مخینه ده . 

د تیرې چارشنبې ورځې د انتخاباتو په لومړنیو نتیجو کې د لومړي ځل لپاره یو عرب توکمه امریکائۍ مسلمان کاندید د میشګن ایالت ددیربرن ښاروال په توګه وټاکل شو .

 دیرش کلن لبناني توکمه  عبدالله حمود چې ډیموکراټيک ګوند کاندید دی،توانیدلی د ډيربرن ښاروال په توګه وټاکل شي  او خپل لیبرل یا جمهوری غواړي سیال ۶۷ کلن ګري رونشک ته په لسو امتیازونو سره ماته ورکړي .

په میشګن کې هم یو یمن توکمه  ۴۲کلن عامر غالب  د همتراک ښاروال ګټونکی شوی او خپل سیال ته ئې چې تر شپاړس کلونو پورې ښاروال ؤ ماته ورکړې ده .

https://iqna.ir/fa/news/4010607/%D9%BE

captcha