
ایکنا خبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د افغانستان د موقته حکومت د کورنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو ټاکل شوی سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ د سولې په منځګړيتوب اخته دی.
د پاکستان ډاون ورځپاڼې نن خبر ورکړی، چې په دې برخه کې سراج الدين حقاني پرمختګ کړی او ممکن زر د دواړو لوريو ترمنځ يو لنډ مهاله مشروط اوربند رامنځته شي.
د ورځپاڼې په حواله، د کيدونکې هوکړې په اساس د پاکستان حکومت ۲۲ تنه ټیټ پوړي پاکستاني طالبان له بنده خوشې کوي او په بدل کې یې یو مياشتينی ازميښتي اوربند ته غاړه ږدي.
ويل کيږي، چې د دواړو لوريو ترمنځ مقدماتي مخامخ مذاکرات هم د سراج الدين حقاني په منځګړتوب د افغانستان په خوست ولايت کې شوي.
سراج الدين حقاني، د مذاکراتو د دوام لپاره هم خوست ولايت وړانديز کړی، چې ګومان کېږي دواړه لوري به یې ومني.
تر اوسه نه ده معلومه، چې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان څخه په کومه کچه او کوم کسان په دې مذاکراتو کې ګډون لري.
د پاکستان صدراعظم عمران خان تېره مياشت د ترکیې له يوې رسنۍ سره د مرکې پر مهال وويل، چې سراج الدين حقاني د دوی او تحریک طالبان پاکستان تر منځ د سولې مذاکراتو منځګړتوب پيل کړی دی.
پاکستاني طالبانو هغه مهال دا خبره رد کړې او ويلي و، چې د پاکستان د حکومت خلاف به یې جهاد د اسلامي او شرعي نظام تر حاکمیدو پورې دوام ولري.