IQNA

د فرانسې کاتولیک کلیسا منظم شوي ماشوم ځورنه  ومنله

16:36 - November 06, 2021
د خبر لمبر: 3484915
تهران (ایکنا) -د فرانسې پادریانو پر هلکانو دمنظمو جنسی تیریو په اقداماتو کې  د یوه دیني اورګان په مقام کې  ددغه هیواد د کاتولیک کلیسا مسئولت ومانه . 

ایکناخبري آژانس  د یورونیوز له قوله راپور راکړ ، د فرانسې سترو پادریانو ، پرون  یعني دلړم په څوارلسمه نیټه په یوې عمومي ناستې کې  چې  دفرانسې په کلیساګانو کې په ماشومانو او هلکانو باندې د جنسي تیري  د یوه راپور په خپریدا پسې ترسره شو ودقربانیانو د تاوان دجبرانولو او د عدالت په تامینولو کې  د کلیسا پر مسئولیّت ټينګار وکړ . دا چاره د فرانسې  په کاتولیک کلیسګانو کې  د ماشومانو د کړولو او پر دوي د جنسي تیریو د زرګونو موردونو  په اړه د تاوان   او د ګرَمې  د ورکولو لپاره  یو ستر ګام  شمیرل کیږي .

په مارچ میاشت کې  پادریانو او کشیشانو  وئیلي وو ، ددغې پيښې مسئولیّت په بشپړ ډول مني .  

 ددغه راپور د ځينو برخو په اساس چې په همداوروستیو کې خپور شوی ،په تیرو اویاؤ کلونو کې   په ماشومتوب کې  کابو دوه لکه شپاړس زره کسانو باندې  دپادریانو یا  روحاني پلارانو له خوا جنسي تیري شوي او کړول شوي دي .  راپور ښئ چې  د  فرانسې  په کاتولیک  کلیسګانو او اورګانونو کې  د ماشومانو ځورونکي  او جنسي تیري کونکي کابو درې زره مجرمان پيژندل شوي دي .

https://iqna.ir/fa/news/4010880

captcha