ایکناخبری آژانس د اسلامی بشری حقوقو د ټولنې له قوله راپور راکړ ،د ۲۰۱۹کال په اګست کې له درې وروسته چې شیخ ابراهیم الزکزکي اودهغه ماندنه هندوستان ته له یوه سفره وروسته نیجریه ته بیرته ستانه شول ،ددغه هیواد چارواکو د دوي پاسپورټونه ضبط کړل . سره له دې چې د کادونا ایالت لوړې محکمې د ۲۰۲۱کال دجولائي په یویشتمه نیټه د دوي د ځوشي کیدا فرمان صادر کړ،دغو چارواکو تر دې دمه د دوي دپاسپورټونو د ورسپارلو څخه ډډه کړې ده.
ټاکل شوې وه چې پرون د نیجریه په پلازمینې ابوجا کې د دغه هیواد فیډرل لوړه محکمه د شیخ الزکزکي او د هغه د ماندنې د پاسپورټونونو له ضبط کیدا سره په اړونده دوسیې غور و کړي ، او ددغو پاسپورټونو د ضبط کیدا د علت په باب توضیح ورکړي .
د شیخ الزکزکي اود هغه دماندنې په نمایندګۍ حقوقي کارپوه ابوبکر مارشل خبریالانو ته ووئيل ، باؤري یم چې دحکومت له خواد دوي پاسپورټونه د محکمې له فیصلې پرته او په غیر قانوني توګه ضبط کړائ شوي دي .دا دواړه ددغه هیواد ښاریز دي چې د محکمې په وسیله له لګول شوو تورونو بري شوي دي . دغه دوسیه د ۲۰۲۲کال دجنورۍ نولسمې ته ځنډول شوې ده .