IQNA

په هندوستان کې افراطي هندوانو دمسلمانانو په ضدتاؤتریخوالی نوره هم زیات کړي

20:21 - November 08, 2021
د خبر لمبر: 3484929
تهران(ایکنا) – دهندوستان پولیسوددغه هیواد په شمال ختیځ کې په جوماتونو دافراطي ډلوله حملووروسته،په سوشل میډیاکې دکابوسلوهغو کارونکو اکاؤنټونه تړلي  چې د ناسمو خبرونو پهخپرولو تورن دي  .

ایکناخبری آژانس د سپوټنیک له قوله  راپور راکړ،هغه تاؤتریخوالي  چې تیره میاشت دهند په تریپوره صوبې کې  پیل شوي ،د یوې ملي پالې اوافراطي ډلې  دسلګونوپیروکارو له غونډيدا وروسته  اوج ته ورسیدل چې  وئيل کیږي ،د  مسلمانانو  پر ودانیو او دکانونو  اودغه راز په جوماتونوتیري شوي دي .

پولیسووئيلي د ي، ځينی کسانودتاؤتریخوالي په زیاتولو او د افراطیانو د لمسولوپه خاطر په ټولنیزو چینلونو کې د ځینوپيښو ګمراه کونکي انځورونه  خپره کړي دي .

په راپور کې وئيل شوي دي ، په صوبې کې جوماتونه د امنیتی ځواک له خوا ساتل کیږی  او  په سیمې کې له څلورو کسانو په زیاتو غونډیدا باندې بندیز دی . تریپوره صوبې کې د نریندرا مودي په مشرۍ د واکمن ګوند بي جې پي  واکوالی ده .

د هندوستان د مسلمان لږکي  رهبران وائي ،  په ۲۰۱۴کال کې  واک ته دبی جې پي  له رسیدا وخت راهسې تر دې دمه  پر دوي حملې او ګواښونکي دړکې زیاتې شوي دي، او په ځينو ځایونو کې د پولیسو او پوځیانو په شتون کې پر مسلمانانو تیري کیږي .

https://iqna.ir/fa/news/4011423/%D8%A8

captcha