ایکنا خبری آژآنس د بوابةالاهرام له قوله راپور راکړ، د مصر ؛اقراء؛ سپوږمکیز چینل په همداوروستیو کې په ؛ورتل القرآن ؛ نوةې پروګرام کې د قرآن کریم قراءت ته دلیدونکو او آوریدونکو د هڅونې په خاطر د درستې نړۍ د قاریانو قراءت او تلاؤتونه خپره کړي دي .
دغه پروګرام د هرې اونۍ په پنجشنبې او جمعې ورځو د مصر په وخت د شپې لس نیمې بجې د مصعب عرفات په اجرا سره چې پخپله هم د مصر یو غوره قاری دی ، د سپوږمکئ له لارې خپروي .
د قرآني تلاؤتونو دترلاسه کولود دغه پروګرام آئيډیا ، له دغه چینله له مختلفو هیوادونو څخه د اپلیکیشن او واټس اپ له لارې په دغه چینل کې نندارې ته وړاندې کولو لپاره اخستل شوي دي .
په همدې لړ کې د پروګرام چاروالو د خپرونې لپاره غوره قراءتونه ټاکلي او مجري هم د تلاؤت د آیتونو د سټایل او اداکولو په ارزونې سره د سم او آسانې رودې سره د قرآڼ کریم د حفظ کولو لپاره لیدونکو او کتونکو سره د مرستې لپاره ځيني سپارښتنې کړي دي .
په ډې اړه یو ویډیو ئي کلیپ ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .