ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، له فلسطینه په بهر کې داسلامی مقاومتي غورځنګ حماس غورځنګ مشر خالد مشعل په یولړ څرګندونو کې ووئيل و له وحشي صهیونیسټي رژيم سره د سازباز موافقې یوه ستره تیروتنه او د فلسطین له ملت سره خیانت دی .
خالد مشعل زیاته کړې ،د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو په لاره کې له مقاومته رانیولې تر وسلوال اقدام پورې د فلسطنیانو لپاره درست آوزار روا او مسلم حق دی .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې د هغو هیوادونو لپاره چې له اسرائيلو سره ئې خپلې اړیکې عادي کړي دي، د سازباز موافقو ، هیڅ نتیجه نه ده ورکړې و زیاته کړې ده ، له نیواکګر رژيم سره د سازباز موافقې او په سیمې کې دیوه دوست په توګه ددغه جنایتکار رژيم بریښول ، واقعیّتونه نه بدلوي .
په بهر کې د حماس غورځنګ مشر ټينګار کړی ، د فلسطین ملت به دخپلو حقوقو د پوره کیدا او د نیواکګرۍ تر پاي پورې داسرائيلو په وړاندې خپل مقاومت ته دوم ورکړي او په نهایت کې به بریالی شي .