ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان پلازمینه کابل ښار یوې سترې چاودنې ولړزاوه ، خو د خبر ترمخابیره کیداپورې ئې د څرنګوالي په باب جزیات نه دي خپرۀ شوي .
دوه ورځې مخکې هم کابل ښار کې په دوو چاودنو کې یوشمیر کسان شهیدان او ټپیان شوي وو ،چې پړه ئې تکفیری ترهه ګرې ډلې داعش په غاړه اخستې وه ، له دې مخکې هم په تیرو دوو میاشتو کې داعشي جنایتکارو په ځان مرګو حملو او بمي چاودنو سره د سلګونو لمونځ ګزارو چې د پروردګار په درګاه کې سربسجود وړ وینه بهولې ده .
داپه داسې حال کې دي چې د طالبانو موقته حکومت په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډ لې فعالیتونه بې خطرې بللي او وئيلي ئې دي ،دغه ډله د طالبانو او افغانسان لپاره کومه خاص خطره نه ده .البته چې په دا وروستیو کې ئې دکابل پشمول په ځينو سیمو کې د تکفیری ترهه ګرې ډلې داعش په ضد پاکونکي عملیات هم پيل کړي دي .