ایکناخبری آژانس د مډیسون له قوله راپور راکړ ، د فلسطینیو هنرمندانو په لاس دمسجد الاقصی د کرکیو دمرمت کار دوام لري . د الاقصی جومات د ځينو کړکیو پخوانۍ شیشې د په دغه مقدس ځاي کې پر فلسطینیانو باندې د صهیونیسټي عسکرو په وروستیو حملو کې ماتې شوي دي . دغه کړکي له رنګي شیشو او ګچو څخه جوړې شوي دي .
فلسطینیو هنرمندانو په مخصوصو ورکشاپونو کې چې د بیارغاونې دکمیټې له خوا ددغو کړکیو د جوړولو په جوړولو کار کوي . او دغه کار ټول په لاسونو سره ترسره کیږي او تر شپږو میاشتو پورې وخت ته اړتیا غواړي .
دغه کړکي د الاقصی جومات د معمارۍ په ښکلا کې ډير مهم رول لري او پر دوي د قرآن کریم آیتونه او نبوي حدیثونه نقش شوي دي .
ددغه کار یو ډير په زړه پورې ویډیو ئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .