ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د پاکستان ولسمشر په یولړ څرګندونو کې وویل چې هیواد یې د سوریې له حکومت سره د ملګرتیا پیاوړې کولو ته ګروهنه لري
عارف علوي په اسلام آباد کښې د سوریې د ښوونې له وزیر دارم طباع سره په کتنه کښې زیاته کړه: پاکستان له سوریې سره د دوه اړخیزې ملګرتیا پیاوړتیا او په ټولو برخو کښې یې پراختیا ته ګروهمن دی.
د پاکستان ولسمشر ووئیل ، دواړه لوري ځانګړې اړیکې لري چې د دین، کلتور او ګډو ارښتونو په بنیاد ولاړې دي.
د پاکستان ولسمشر په دمشق کښې د پاکستان د نړیوال ښوونځي فعالیت ته په اشارې سره وویل: مونږ غواړو چې د سوریې زده کونکو ته د نړیوالو معیارونو مطابق ښوونیز خدمات وړاندې کړو.