تهران (ایکنا) - د مسلمانو علماؤ نړیوالې اتحادیې له صهیونیسټي رژیم سره د ائتلاف او ورسره د موافقو د لاسلیکولو لپاره د ځینو عربو هیوادونو اقدام وغنده او دا کار ئې حرام وبالۀ.

ایکناخبرِ آژانس دپارس ټو ډې له قوله راپور راکړ، د مسلمانو علماؤ د اتحادیې له خوا پرون په صادره شوې بیانیه کښې راغلي دي: کوم ائتلافونه او عملي ګامونه چې ځینو عربو هیوادونو له اسرائیلو سره د اړیکو د ټینګښت لپاره پورته کړل، یو غندل شوی کار او د فلسطین له خلکو سره خیانت دی.
دغې اتحادیې له مسجدالاقصی، قدس شریف او فلسطین څخه په ملاتړ کښې په خپل دائمي دریځ باندې په ټینګار سره، د هرهیواد یا ډلې له خوا له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو ښه کول وغندل.
د مسلمانو علماؤ اتحادیې هم داشان د نیواکي ټاټوبي په تیره بیا دمسجدالاقصی او قدس شریف د آزادولو لپاره د ټولومادي اومعنوي هلوځلو په کارول کیدو ټینګار وکړ.